روغتیا

په هرات کې “غورياني” د کرونا ناروغانو د تجريد او درملنې ٣٠٠ بستريز روغتون پرانيستل شو

– کابل / د وري ١٨مه / باختر
"غورياني" د کرونا ناروغانو د تجريد او درملنې ٣٠٠ بستريز روغتون په هرات کې پرانيستل شو.
د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي: دغه ودانۍ د ٦٤ متره سړک په وروستۍ برخه کې موقعيت لري او د يو کسيزو خونو، حمام او تشناب په ګډون  د ژوندانه ټولې اسانتياوې او وړيا انټرنت لري.
د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم تمنا وايي چې د دغه روغتون  روغتيايي کارکوونکو هم درې اوونۍ مخکې ګومارل شوي دي او په کرونا ويروس د اخته ناروغانو د تجريد او درملنې لپاره يې لازمې زده کړې کړې دي اوخدمت تهچمتو دي .
د تمنا د څرګندونو له مخې؛ په دغه مرکزکې يوازې مشکوک ناروغان  تجريد او بستر کېږي.
د شيدايي مرکز به هم د سختو ناروغانو لپاره ځانګړى شوى او په پرمختللو امکاناتو به  سمبال وي.
په دغه روغتون کې تراوسه کوم ناروغ نه دى بستر شوى او له پرانيستلو وروسته به له شيدايي روغتون څخه مشکوک ناروغان دغه روغتون ته ولېږدول شي.
ختم – ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته