ټولنه

په سلګونو اړو کورنيو دخوراکي توکو ويشل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بيوزلو او له پاکستان څخه  له راستنيدونکو کورنيوسره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
په دې دوره کې  په  ٧١٦ کورنيو وريجې ، غوړي ، اوړه ، لوبيا او نخود ويشل شوي دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل  چې دغه مرستې دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابرې شوې دي.
دغه راز له ٣٤ کورنيو سره  چې له پاکستان څخه نوي راستنې شوې دي  په ننګرهار ولايت کې دنغدو پيسو مرسته وشوه.
په دې دوره کې له  ٣٤ کورنيو سره  دمهاجرينو دچارو دعالي کميشنرۍ له خوا په تورخم کې مرسته شوې ده.
ويل  کيږي هرې کورنۍ ته  ١٢٠ امريکايي ډالره ورکړ شوي دي.
په همدې حال کې  له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو دراستنيدو بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته