امنیت

په ميدان وردکو ولايت کې د ناټو دنفتي موادو يو ټانګر اور واخيست

کابل باختر دوري  اوولسمه

  په ميدان وردکو ولايت کې د ناټو د نفتي موادو يو ټانکر اور واخيست .

  دغه ټانکر تير ماښام په ميدان  ښار کې دولايت ودانۍ ته څيرمه اور اخستي دي .

 عيني شاهدانو باختر اژانس ته وويل  چې دغه ټانکر دوسله والو  طالبانو دوسله وال بريد له امله اور اخستي دي خو دکورنيو چارو وزارت درسنيو مسوول باختر اژانس  ته وويل دغه ټانکر  دفني ستونزو له امله اور اخستي دي .

   دده د څرګندونو له مخې  په دې پيښه کې ددغه ټانکر چلوونکي اوکارکوونکي يې ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته