-کابل باختر د وږي اتمه :
په ننګرهار ولايت کې يوسلو پنځوس جريبه غصب شوى دولتي ځمکه دزبر ځواکونو له لاسه واخستل شوه .
دغه ځمکې له کلونو کلونوراپديخوا دروداتو ولسوالۍ د سرخ ديوال په سيمه کې ديوشيمر سيمه ئيزو زبر ځواکونو له خوا غصب شوې وه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل:
سيمه ئيزه اداره دزبر ځواکونوله منګولو څخه دغصبو شويو دولتي ځمکو د بيرته ګرځولو په خاطر پياوړې اراده لري .
ويل کيږي تراوسه پورې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې په زرګونه جريبه دولتي ځمکه دزبر ځواکو له منګولو څخه ايستل شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ