سیاست

مولوي قیام الدین کشاف: په افغانستان کې د جهاد فتوا ناسمه ده اجرائيه رئيس: په افغانستان کې د جهاد فتوا له افغانانو سره ظلم دی

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له غړو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړی د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، پر سردار محمد داوود خان روغتون برید په کلکه وغانده او د دغه برید د شهیدانو روح ته دعا او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.
ده وویل، چې په یاد روغتون کې وسله والو د ټپيانو او ډاکټرانو قتل عام کړی دی.
ده وویل: موږ له یوه بې رحمه، مکار او غدار دښمن سره مخ یو. په سردارمحمد داوود خان روغتون په برید کولو سره یې وښوده، چې دا جنایت آن د انساني خصلت لرونکي انسان په تصور کې هم نشي راتللی. هېڅ انسان تر اوسه په یوه روغتون کې د داسې قتل عام تصور حتی نه دی کړی، داسې عمل خو لاتر اوسه نه دی شوی. خو اوس باید ووایي چې ایا کوم کافر یې وژلی دی؟
شېخ الحدیث مولوي قیام الدین کشاف هغو خلکو ته چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي؛ په خطاب کې وویل: تاسو په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوئ، په جومات کې ځانمرګی کوئ! آیا په جومات کې امریکايي لمونځ کوي؟ په محراب کې بم ږدي، آیا امریکايي ولاړ وي هلته؟ په جنازوکې تاسو بریدونه کوئ! آیا په جنازوکې امریکایان ولاړ وي؟
ده وویل، هغه کسان ناحقه دي، چې په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي. ځکه افغانان مسلمانان دي، په افغانستان کې شریعت جاري، پنځه وخته به جوماتونوکې اذان کېږي او ځينې مفتیان له اسلامه ناخبره په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوي.
کشاف وویل: دغو مفتیانو ته دې الله پاک هدایت وکړي؛ که د هدایت وړ نه وي، الله دې تباه کړي.
د عالمانو د سراسري شورا رئیس زیاته کړه، چې د افغانانو ترمنځ یو والی د هغوی د بري لامل دی او ټينګار یې وکړ، چې افغانان دې ټول یو موټی، متفق او ځان پر مستقیمه لار برابر کړي.
ده وویل: که فساد، رشوت، دروغ او فریب ورکول، ورک نه کړو او ورسره مبارزه ونکړو، نو د خدای (ج) له رحمت نه به بې برخې او له افتونو سره به مخ یو.
همدا راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې وویل: د افغانانو او افغانستان پر وړاندې د جهاد فتوا ورکول، ستر ظلم دی، ځکه چې تر بل هر ځای په افغانستان کې اسلامي شریعت په ښه ډول جاري دی.
ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، د افغانستان د بدبختیو مسوولین هماغه کسان دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یې له اسلام څخه په ناوړه استفادې سره د جهاد اعلان وکړ، همدوی ټولو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړه او اوس ټولو ترهګرو ډلو لاس یو کړی او په افغانستان کې جنایتونه ترسره کوي.
د هېواد اجرائيه رئيس زیاته کړه، د سردار محمد داوود خان روغتون د بريد په اړه څېړنې روانې دي، د څېړنو په جریان کې به هېڅ ډول لټي او تنبلي نه کېږي او تر پایه رسېدو وروسته به یې پایلې له ملت سره شریکې شي.
ده وویل، چې په دې برید کې 49 تنه شهیدان شوي او له سلو تنو ډېر ټپيان شوي دي.
اجرائيه رئيس د کب په 24 نېټه د کمونستانو پر وړاندې د هرات پاڅون ته په اشارې وویل، چې په دې ورځ زرګونه مسلمانان شهیدان شوي وو. هغه د دې شهیدانو روع ته یې دعا وکړه او کورنیو ته یې تسلیت ووایه.
اجرائیه رئيس له نظام نه د ملاتړ او نظام ته د لارښودنې له امله د هېواد له عالمانو مننه وکړه او ویې ویل، چې د ټولنې په سم لوري تګ او د خلکو عامه افکارو په روښانولو کې دیني عالمان اساسي او حیاتي ونډه لري.
ده وویل: تاسو دیني عالمان د حق او باطل په جګړه کې د حق په لوري ولاړ یاست او دا ولاړېدل مو موږ ته ډاډ او اطمینان راکوي. د باطل پر وړاندې به د حق لوری بریالی کېږي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته