سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا دمتحده ایالاتو له لوی درستیز سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د امریکا دمتحده ایالاتوله لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرزرکړ.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا،له ترهګري سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په هکله بحث وکړ.
جنرال ډانفورډ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کوښښونو په ځانګړی ډول د خاصو ځواکونو چې په سختو شرایطو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، ستاینه وکړه وې ویل، د افغانستان ځانګړي ځواکونه په سیمه کې د عالي بنسټونو څخه دي.
هغه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، سمبالولو او روزنې په هکله د خپل هېواد د ملاتړ او دوامداره مرستو په هکله ډاډ ورکړ.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل ، سمبالولو او روزنې او په دې بنسټونو کې د اصلاحاتو راوړلو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او ټولو بین المللي همکارانو د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان ځانګړي ځواکونه د سیمې له غوره ځواکونو څخه دي او موږ د دغو ځواکونو د زیاتې پیاوړتیا او همدارنګه د هېواد د هوایي ځواکونو د زیات سمبالولو او پیاوړتیا غوښتونکي یوو.
جمهور رئیس وویل، ترهګري ښه او بد نه لري او دا شومه پدیده د ټول بشریت دښمنه ده او موږ له ټولو هېوادونو څخه غواړو چې له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې په همدې مسیر حرکت وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته