فرهنګ

داستانه په نړيوال نند ارتون کې دګډون په خاطر دتياري غونډه جوړه شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ نن داستانه په نړيوال نندارتون کې دګډون په خاطر دتياري غونډه جوړه شوه.
داستانه نندارتون دروان ميلادي کال دجون دمياشتې له لسمې نيټې څخه دسپټمبر دمياشتې تر لسمې نيټې پورې  دنړۍ ديوشميرهېوادونو داستازو په ګډون  دقزاقستان په استانه ښارکې جوړيږي.
داستانه په نړيوال نندارتون کې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت هم دهېواد ځينې   فرهنګي آثار نندارې ته وړاندې کوي.
په دې غونډه کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيلابيلو څانګو درئيسانو په ګډون  جوړه شوې وه ، په دغه نندارتون کې دګډون  او دافغانستان دځينو تاريخي آبداتو  ،طبيعي منظرو ، لاسي صنايعو او يوشمير محصولاتو او دانځور ګرۍ ، خطاطۍ ، ميناتورۍ  اودعکسونو نندارې ته دوړاندې کولو په خاطر چې افغاني فرهنګ په ښه توګه معرفي کيږي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتياري په اړوند خبري وشوې.
د ددغې غونډې په بهيرکې ددې ترڅنګ چې برخه والو خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست داړوندو څانګو  له رئيسانوڅخه وغوښتل زياتې هلې ځلې وکړي  چې دآستانه په نندارتون کې دهېواد هغه فرهنګي آثار انتخاب او نندارې ته چمتو کړې  چې دافغانستان فرهنګ په ښه توګه معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته