ورزش

د اردو د فوټبال ټيم د سباوون ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د اردو ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د سباوون ټيم ته ماته ورکړه .
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: په کابل ښارکې د الف د ګروپونو د فوټبال سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې په زړه پورې لوبه کې د حيبيانا ټيم د يوې په وړاندې په شپږو سره د شعاع ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د شيوا او اتحاد ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته