ټولنه

په سمنګانو کې دملي پيوستون دپروژو کار پيل شو.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
دشپږو شپيتو افغانيو په لګښت دشلو پراختيايي پروژو کار نن دسمنګانو په ولايت کې پيل شو .
دغه پرمختيايي  پروژې دملي پيوستون د پروګرام له خوا  د سمنګانو ولايت دبر او کوز دره صوف په ولسواليو کې عملي کيږي .
دسمنګانو ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رياست مسوول ثمرالدين شاهرخ باختر آژانس ته وويل :  داوبو لګولو اووه شبکې ، د اوبو د پمپونو په  درولو سره دپنځو نيمه ژورو څاګانو کيدل، دکرنې او اوبو د دوو کانالونو او دڅو ټولنيزو مرکزونو جوړول او په سړکونو دکريړ اچول په دغو پروژو کې شامل دي .
شاهرخ وويل : په دغو پروژو نږدې شپږ ويشت مليونه افغانۍ لګيږي چې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا دخلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره ترسره کيږي.
دملي پيوستون دپروګرام درييس دڅرګندونو له مخې : ددغو پروژو بشپړيدو سره به دوه زره کورنۍ له آسانتياو څخه يې ګټه واخلي.
تراوسه پورې دسمنګانو ولايت پنځه ولسوالۍ د ملي پيوستون تر پروګرام لاندې راغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته