امنیت

ديارلس تنه طالبان ، لس تنه داعشيان اويو ملکي وګړى په پچيراوآگام کې ووژل شول

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دداعش او طالبانو  دډلو ترمنځ  دننګرهار ولايت په  پچير او آگام ولسوالۍ کې   جګړه روانه ده  چې له امله يې ٢٤ تنه وژل شوي دي .
د ننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ  پوليسو تائيد کړه  چې طالبان له خپلې سيالې ډلې  داعش سره  د دغه ولايت  په پچيراوآګام ولسوالۍ کې   پرون جګــړه پيل کړه  چې له امله يې ديارلس تنه  وسله وال طالبان  او لس تنه داعشيان ووژل شول.  په دې  جګړه کې دسيمې خلکوته هم زيان اوښتى دى  او داستوګنې څو کورونو ته دزيان داوښتو ترڅنګ دپچيراو آګام ولسوالۍ يو تن اوسيدونکې هم  وژل شوى دى.
دننګرهار و لايت  په پچيراو آګام ولسوالۍ کې   ددغو  دوو سياليو ډلو ترمنځ  جګړه  له هغه وروسته پيل شوه  چې داعشيانو  دطالبانو پرخلاف په  تبليغاتو  او تحرکاتو لاس پورې کړ.
په پچير او آګام ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ  جګړه په داسې حال کې  رامنځته کيږي چې  داعش په افغانستان کې  دطالبانو  دبديلې پروژې په توګه  پيژندل  کيږي .
داعشيانو پخوا  دلسو تنو وسله والو طالبانو سرونه غوڅ کړي وو.
دغه راز  دغو دوو ډلو  دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې  هم جګړه کړې ده چې دواړو لوروته  دسرزيان اوښتى  دى.
دطالبانو خبرځايونه وايي  چې داعشيان  غواړي  چې  دوسله والو طالبانو ترمنځ له خپل منځي اختلافونو سره  په استفادې سره ددغې  ډلې افراد جلب کړي خو دوى ورته ددې کار اجازه نه ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته