کابل / باختر د لړم د مياشتې ٩ :
د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولــــــــو په اړونـــــد دکورنيو چارو وزارت اعلاميه
هېوادوالوته دافغانستان دملي پوليسو دځواکونو دخدمت په دوام داځلې دپولسيو راډيو دکورنيو چارو وزارت د درې سوه بستريز روغتون او د افغانستان دنندارتون د مرکز په همکارۍ د حساسيت، والګي، زيړي، وچکۍ، پوليو او تيتاتوس د ناروغيو د وقايې د واکسين پروګرام پيل کړى دى چې له دې لاره خلکو ته دخدمت په لاره کې خپل رول ولوبوي. دغه واکسينونه په هغوکسانو تطبيقيږي چې په بازار کې د هغو د پيرودونې توان نلري.
د دغه پروګرام له مخې، په تيرو دريو ورځوکې څه دپاسه ٣٠٠ تنه د افغانستان د نندارتون په مرکزکې واکسين شوي او د پوليسو د ٣٠٠ بستريز روغتون ډاکتران د سهار له اتو بجو څخه د شپې ترلسو بجو پورې د خلکو په خدمت کې دي.
څرنګه چې د ژمي سوړ فصل د رارسيدو په درشل کې دى او د والګي له امله په رامنځته شويو ناروغيو د خلکو د اخته کيدو احتمال شته؛ د کورنيو چارو وزارت هېوادوالو ته سپارښتنه کوي چې له دغو واکسينونونو څخه دې استفاده وکړي او د ځان د ژمي د فصل په ناروغيو په وړاندې وقايه کړي .
پته: د کابل نوى ښار- د طره باز خان څلور لارې- د افغانستان د نندارتون مرکز.