کابل باختر د زمري اوومه :
په بغلان ولايت کې دافغان مالدارۍ په کوپراتيف کې دمصنوعي القاح څانګې جوړې شوې .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمالدارۍ عمومي امر عبدالستار باختراژانس ته وويل چې دمصنوعي القاح څانګې دبغلان ولايت ددهنه غوري مرکزي بغلان ، اندراب ، ده صلاح ، پلحصار، دوشي او نهرين په ولسواليو کې جوړې شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه څانګې دشيدې ورکوونکو غواګانو دنسل اخستلو او روزنې په کار کې اساسي رول لري چې په دغه ولايت کې دافغان مالدارۍ دکوپراتيف په چوکاټ کې يې په فعاليت پيل کړى دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ