ټولنه

جمهور رئیس د عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ د غړیو او د داوودشاه صبا د مور د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل_باختر د وري د مياشتې ١٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین په عیدګاه جومات کې د ولسي جرګې د رئیس عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ د یو شمېر غړیو او د کانونو او پټرولیم د وزیر داوودشاه صبا د مور د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهور رئیس او د دغو مراسمو ټولو ګډون کوونکو له عبدالروف ابراهیمي او داوودشاه صبا سره د خواخوږي او غمشریکي په ترڅ کې مرحومینو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او د کورنۍ غړیو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته