امنیت

شپږ وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
  شپږ وسله وال طالبان په قندهار کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغه طالبانو تېره شپه  په ميوند ولسوالۍ کې بريد وشو .
دخبرونوله مخې، دغه ډار اچوونکي دميوند ولسوالۍ په شاوخوا کې په موټرسايکل  سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې  شپږ وسله وال طالبان ووژل شول
هغه وويل چې دغه بريد دکشفي اطلاعاتو له مخې دهېواد دهوايي ځواکونوله خوا ترسره شو .
ديوبل خبرله مخې، پوليسو دقندهار دتګ راتګ په لاره ديوولسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
  ددغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته