اقتصاد

په ميدان وردګوکې د سلام د مخابراتي شرکت څوارلس آنتنونه درول کيږي

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٥
د سلام مخابراتي شرکت د ٧٠ مليونو افغانيو په ارزښت ١٤ آنتنونه په ميدان وردګو ولايت کې دروي.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياني دباختر آژانس خبريال ته وويل:
د سلام مخابراتي شرکت په ١٣٩٣کال کې په دغه ولايت کې د شپږو آنتنونو په درولو سره خپل فعاليت پيل کړى و.
ده زياته کړه: دغه شرکت اوس د بهسودو د لومړۍ برخې او دويمې برخې په ولسواليو او په ميدان ښارکې د شپږو آنتنونو په لرلو سره فعاليت کوي.
ده وويل چې د څوارلسو آنتنونو په درولو سره ددغه شرکت فعاليت د ميدان وردګو ولايت په ټولو ولسواليوکې پيليږي.
د يادونې وړ ده چې د آنتنونو درول د جلريز له ولسوالۍ څخه پيل شوي دي او د سلام شرکت د سلام د خدمتونو په ترڅ کې د ٣ – جي انترنتي خدمتونه هم د ميدان وردګو ولايت خلکو ته وړاندې کوي.
د جلريز ولسوال نقيب الله حيدري وايي: تر راتلوونکو دريو مياشتو پورې د څوارلسو آنتنونو د درولو کار بشپړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته