نړۍ

دهند او پاکستان صدراعظمان نن کتنه کوي.

– نيويارک – باختر دتلې دمياشتې ٧
ټاکل شوې ده  دهند او دپاکستان دصدراعظمانو کتنه نن وشي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :  د دواړو هيوادونو مشران به د دوه  اړخيزو  اړيکو
او دستونزو دلرې کولو او داړيکو د عادي کولو په باب له يوبل سره خبرې وکړي.
نواز شريف  په نيويارک کې دملګرو ملتو دسازمان په عمومي ټولنې کې وويل دى له خپل  هندى سيال سره د يو نوي پيل او له  هند سره د  نوي  تعامل په اساسي او هدفمندو  خبرو په لټه کې دى .
د هند صدراعظم دامريکا له جمهور رييس بارک اوباما سره له کتنې  وروسته پاکستان يې دتروريزم مرکز وباله او دپاکستان دحکومت ويندوى په دې باب وويل چې پاکستان د تروريزم يو  قرباني دى .
دپاکستان دبهرنيو چارو د وزارت ويندوى اعزاز احمدچوهدري ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل  چې پاکستان هيله لري چې  د دواړه مشران دنامطلوبو پيښو د اغيزو د بريالي کيدو لپاره دميکانيزم دپياوړتيا لاره چې د د ديالوګ دانحراف سبب کيږي ، ومومي او پاکستان دسولې په بهير کې د ديالوګ غوښتنه کوي.
دهند صدراعظم منموهن سنګ له خپل پاکستاني سيال سره دکتنې په درشل کې له اسلام آباد څخه وغوښتل چې له تروريستانو سره دې مرسته  ونه کړي .
منموهن سنګ زياته کړه ، دا حتمي دي چې له پاکستان او دهغه ترکنترول لاندې سيمو څخه بايد له تروريستانو سره دمرستې په خاطر چې هند ګواښوي  استفاده ونه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته