سیاست

ولسي جرګه د کابينې يو شمېر غړي استجواب کوي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
ټاکل شوې ده ولسي جرګه په راتلوونکې اوونۍ کې د کابينې درې تنه غړي، د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنيت سلاکار استجواب کړي.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د ولسي جرګې د رييسانو کميټې په نننۍ غونډه د دغې جرګې د راتلوونکو غونډو د اجندا د ټاکنې په ترڅ کې پريکړه وکړه چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو او د کورنيو چارو وزيران د راتلوونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له هيواد څخه د ځوانانو د تيښتې او له اروپايي هيوادونو څخه له افغان مهاجرينو د جبري ايستلو له امله استجواب کړي.
دغه راز د رييسانو کميټې پريکړه وکړه چې د کورنيو چارو او د بهرنيو چارو وزيران، د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنيت امنيت سلاکار د راتلوونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک د اجرا د څرنګوالى په باب استجواب کړي.
په همدې ترتيب د بودجې، د طبيعي پيښو په باب د سارک د موافقه ليک او د خوراکي امنيت په باب د اسلامي سازمان د اساسنامې طرحه هغه نورې موضوعګانې دي چې د ولسي جرګې د يوې اوونۍ په غونډوکې ورباندې خبرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته