ټولنه

دسرپل دصياد ولسوالۍ اوسيدونکي له بريښنا څخه ګټه اخلي .

کابل باختر د مرغومي دولسمه :
دسرپل دبريښنا شرکت مسوولينووويل  چې دصياد سرپل لومړۍ  ولسوالۍ  ده چې له بريښنا څخه ګټه اخلي .
دسرپل دبريښنا شرکت رييس جلال الدين نوري باختراژانس ته وويل چې دصياد ولسوالۍ دبريښنا دتمديدولو کار دولس کاله مخکې ددغې ادارې له خوا دشلو مليونو افغانيو په لګښت  پيل شو خو دستونزو له امله تراوسه پورې کار يې ځنډول شوي و چې دغه ستونزه دسيمه ئيزو مسوولينو ، ولايتي شورا دمسوولينو او دقومي  مشرانو په منځکړيتوب  حل شو او کار يې  له سره پيل شو .
ده زياته کړه چې ددغې ولسوالۍ دبريښنا دتمديدولو  کار ترراتلونکې يوې اوونۍ  پورې بشپړېږي او خلک يې له بريښنا څخه ګټه اخلي .
دسرپل ولايت دبريښنا شرکت  مسوولينو څه موده مخکې هم ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند دچابک ، خارکش او لودين دکليو د بريښنا دتمديدولو خبرورکړى و .
  ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته