امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ونيول شول .

کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان پرون  دفارياب ولايت دملي امنيت  دمنسوبينو له خوا  په دغه ولايت کې ونيول شول .
  دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول  باختراژانس ته خبرورکړ  چې دغه طالبان دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ دقزل قشلاق په کلي کې  دملي امنيت دځانګړو   ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول
خبرځاى زياته کړه چې په نيول شويو کسانو کې  دوسله والو طالبانو دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان ملا ګل احمد او ملاعزت الله هم شامل دي چې له  مقاومت پرته ونيول شول .
  خبرځاى زياته کړه  چې دملي امنيت منسوبينو  دغه طالبان ددوى له پټنځيو څخه ونيول .
ويل کېږي  ملا ګل احمد پخوا دپوځيانو په ليکو کې  فعاليت کاوه خو دوه کاله مخکې  له خپلو يوولسو تنو همکارانو سره  له طالبانو سره يوځاى شول . او اوس  له خپلو عملونو څخه پښېمان دى .
دى وايي  چې په دې موده کې دسړکونو ، پلونو ، ښوونځيو دبريښنا دستنو او دخلکو د کورونو په ويجاړولو او دبې ګناه خلکو له وژنې پرته  له طالبانو څخه يې بل څه نه دى ليدلى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته