بروکسل باختر د سلواغۍ دولسمه :
داروپا داتحاديې دپوليسو داطلاعاتو دفتر يوروپل ويلي دي چې په تيرو دوو کلونوکې څه ناڅه لس زره تنه ماشومان اروپا ته له رسيدو وروسته ښايي بې درکه شوي وي .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :ديوروپل رييس برايان دونالد ويلي دي چې يواځې په ايتاليا کې کابو پنځه زره تنه تنکي ځوانان بې درکه شوي دي .
يوروپل دجنايتکارو بانډونو له خوا له دغو ماشومانو څخه دجنسي استفادې په نسبت خبر دارى ورکړى دى .
دونالد ويلي دي چې يوروپل په دې نه پوهيږي چې دغه ماشومان په کوم ځاى کې دي اوڅه کار کوي .
ماشومانو دژغورنې په نامه خيريه سازمان ويلي دي چې کابو شپږ ويشت زره تنه مهاجر ماشومان تيرکال له کورنۍ پرته اروپا ته تللي دي .
ديوروپل دڅرګندونو له مخې: په اروپا کې دانسان په قاچاقو کې فعالو جنايتکارو ډلو همدا اوس په پناه غوښتوونکو بريدونه کړي دي .
دمهاجرت دنړيوال سازمان وياند ويلي دي :که څه هم دلسو زرو تنوبې درکه شويو ماشومانو شمير له عصبانيت ډک شمير دى خو حيرانوونکى نه دى .
دمهاجرت دنړيوال سازمان دغه مقام هيله کړې ده چې داروپا اتحاديه ددغو ماشومانو په پيداکولو کې مرسته وکړي چې دوى وکولاى شي بيا له خپلوکورنيو سره يوځاى شي .
0 1 دقیقه لوستل