امنیت

په باميانو کې د دوو تنو بهرنيو اتباعو د تښتوونکو نيول کيدل.

کابل باختر د وږې دمياشتې دويمه:
په باميانو ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه د دوو تنو بهرنيو اتباعو له خلاصون څخه  يوازې څو ساعته وروسته د پوليسو مسوولينو اعلام وکړ  چې ددغې پيښې په اړوند يې څلور تنه نيولي  دي .
د سه  شنبې په ورځ د يوې ښځې او د يو نارينه په ګدون دوه تنه  کاناډايي  او پاکستاني اتباع چې د کريم آقاخان بنسټ ته يې کار کاوه د يوې ډلې وسله والو کسانو له خوا د امير بند له تفريحي ساحې څخه وتښتول شول .
امنيتي ځواکونو د چارشنبې په شپه وکولاى شول چې دغه  بهرني اتباع د امير بند ته په څيرمه ساحه کې پيدا  او وژغوري. .
دباميانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمدعلي لګزي باختر آژانس ته وويل  : چې امنيتي مامورينو د دغې انسان تښتونې په اړوند څلور تنه نيولي دي. ويل کيږي چې له دغو کسانو څخه څو جنګي وسايل او نغدې پيسې ترلاسه شوي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د آقا خان بنسټ په  يوه  وينا کې دخپلو  کارکوونکو خلاصون تاييد کړ او ويې ويل  چې  دوې ښه  روغتيايې حالت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته