سیاست

اجراييه رييس په باميانو کې له سوداګرو ښځو او دښځو دحقوقو له فعالانو سره وکتل .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په  باميانو ولايت کې له سوداګرو  ښځو او دښځو دحقوقو له فعالانو سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. ددغو ښځو استازو دښځو دتوليداتو لپاره دپلورنې دبازار نشتوالى ، دباميانو په پوهنتون کې دطب پوهنځي جوړول ، دبورسونو  په اړوند ښځو ته نه پاملرنه او دتصميم نيونې په کچو دښځو  کمرنګ شتون دښځو دلارې پرسر پراته جدي  چلنجونه وبلل .
دهېواد اجراييه رييس دافغان ښځو په قدرداني سره چې دسياست ، فرهنګ او دپوهې په برخو کې يې  اغيزمن ګامونه    اخستي دي ټينګار وکړ، هر ملت  زموږ اوسني شرايط  تير کړي دي موږ بايد ناهيلې نه شو او بايد په ټينګې ارادې سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړو .
اجراييه رييس دغه راز  ددغوشرايطو  دبرابرولو لپاره دښځو رول مطلوب او گټور وبلل .
دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله يادونه وکړه چې ټاکل شوې وه دسوداګرى او صنايعو وزارت معين په لنډو ورځو کې باميانو ته  سفر وکړي او تاسې کولاى شي دسوداګرۍ په برخه کې دښځو دحالت دښه والي لپاره  خپلې غوښتنې له هغه سره طرحه کړئ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته