فرهنګ

خبرتيا

کابل باخترلړم دمياشتې ٨ نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى معينيت خبرتيا
د هوټلونو، ميلمستونونو، رستورانتونو  او د سياحتي شرکتونو هغو خاوندانو او مسوولينو ته چې له قانوني جواز پرته د هېواد په مرکز او ولايتونوکې فعاليت  کوي او يا تر اوسه پورې د خپل جواز د تمديدولو په خاطر د ګرځندوى معينيت ته نه دي حاضر شوي؛ خبر ورکول کيږي چې د يوې اوونۍ په دننه کې دې د خپل  جواز د پړاوونو د بشپړولو په مقصد د افغانتور تصدۍ رياست او يا په ولايتونوکې د دغه رياست نمايندګيو ته ورشي. له دې پرته د دوى تاسيسات د موظف هيئت له خوا تړل کيږي او بيا به د شکايت حق ونلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته