ورزش

دفوټسال سياليو په هرات کې دوام وکړ .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دفوټسال دلومړي لاس  دټيمونوسياليو پرون په هرات کې په دريو لوبو سره دوام وموند .
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې  دوحدت ټيم دپنځو په وړاندې په شپږو سره  دراهيان نور ټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې دافغان ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دامام فخر پرټيم بريالى شو او په دريمه لوبه کې  درازي ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دعمر خيام ټيم ته ماټې  ورکړه .
  دغه سيالۍ دڅليرويشت ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن داتفاق او پيروژي ، عامې روغتيا او دازادي او دشاهين او نوايي ټيمونه لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته