امنیت

د فارياب د خواجه موسى د ساحې د سقوط خبر حقيقت نلري

کابل  باختر دکب دمياشتې١٣:
د فارياب ولايت سيمه ييز مسوولين د طالبانو له خوا د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه موسى د ساحې د سقوط خبر ردوي او هغه يې يوه آوازه بولي.
يوشمېر رسنيو پرون خبر ورکړى و چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه موسى ساحه چې دجمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ  دپوځي عملياتو په بهيرکې نيول شوې وه، بېرته دطالبانوله خوا نيول شوې ده .
د فارياب والي له خبريالانو سره په يوه غونډه کې وويل چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه موسى په ساحه کې همدا اوس امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى شوي چې خلکو ته د عادي  ژوندانه بهير برابر کړي.
د فارياب والي وايي چې طالبانو ته د جنرال دوستم په مشرۍ د پوځي عملياتو په بهيرکې د سر دروند زيان اوښتى دى او ددغه ولايت له زياتو سيموڅخه شړل شوي دي .
د والي د څرګندونوله مخې: په دغو جګړوکې د طالبانو د څو تنو قوماندانانو په ګډون په سلګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور يې ټپيان شوي دي. ده دغه راز د فارياب د جګړو په بهيرکې د يوسلو شلو تنو وسله والوطالبانو د نيولو او تسليميدو يادونه وکړه .
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د فارياب ولايت په ځينو برخوکې پوځي عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته