اقتصاد

دماليې وزير مستوفيتونه دې دشفافيت په اصل سره چارې ترسره کړي .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له لارښوونې  سره سم ديو هيئت په مشرۍ  دهرات ، فراه او نيمروز ولايتونوته سفر وکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې سفر کې دانرژې او اوبو وزير ، په کابل کې  دايران داسلامي جمهوريت سفير په ولسي جرګه کې دخلکو استازي او دماليې وزارت يوشمير مسوولين له حکيمي سره ملګرتيا کوي .
ددغه سفر هدف ددغو ولايتونو دګمرکاتو او مستوفيتونو او دغه راز کمال خان بند دپروژې  کتنه او څيړنه وه .
دهيواد دماليې وزير دجنوب لويديځ  حوزې دګمرکاتو او مستوفيتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې خپل  ټول کارونه دې دشفافيت او حساب ورکولو داصل په پام کې نيولو سره او په ښه توګه ترسره کړي .
دګمرکاتو  او مستوفيتونو مسوولينو دخپلو کاري فعاليتونو دڅرنګوالي  په باب مسوولينو ته  هراړخيز معلومات  وړاندې کړل .
  دخلکودستونزو د څيړنې په مقصد ولايتونو ته دوزيرانو سفرونه  ، اغيزمنو تدبيرونو دنيولو زمينه برابروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته