کابل باختر دوري اتلسمه :
دپنجشير ولايت د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو دکميسيون رييس وايي: تر اوسه پورې دغې ادارې ته پنځه شپيته انتخاباتي شکايتونه رسيدلي دي .
دپنجشير ولايت دانتخاباتي شکايتونو د اوريدو دکميسيون رييس شفيق شرف نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې شپيته شکايتونه د ټيلفون له لارې او پنځه شکايتونه په مستند ډول په دغه دفترکې ثبت شوي دي.
ده زياته کړه: دغه شکايتونه له اتلس کلنى څخه دښکته عمر لرونکو له خوا د رايې ورکولو، په خپله ګټه د نوماندانو له خوا د خلکو هڅو او د يو شخص له خوا څوځلې د رايې ورکولو له امله ثبت شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ