کابل باختر د تلې لومړي :
ديوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې دطالبانو دماين ښخولو له امله ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو نن سهار ددغه جنوبي ولايت مرکز لښکرګاه ښار ته څيرمه دماين چاودنه وشوه .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغې چاودنې له امله ديوه ماشوم په ګډون پنځه تنه ملکيان ټپيان شول .
ده وويل ماين په واټ کې ښخ کړى شوى و اودملکي وګړو دسپرلۍ موټر له ساحې څخه دتيريدو په وخت کې وچول شو .
دملي اردو دغه قوماندان وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې مسوول وباله او ويې ويل چې ددغې پيښې دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
ختم- عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل