سیاست

دبې ځايه شويوکسانو او له هيوادڅخه په بهرکې دافغان مهاجرينو په باب خبرې وشوې .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو  چارو وزارت سياسي معين نن دکورنيو بې ځايه شويو کسانو او له هيواد څخه بهر دميشتو افغان مهاجرينو  دستونزو په باب دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دسازمان له عالي کميشنر سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دبهرنيو  چارو وزارت سياسي معين حکمت  خليل کرزي په څو تيرو لسيزو کې  په بهر کې له ميشتو افغان مهاجرينو او له کورنيو  بې  ځايه شويوکسانو سره ددغه سازمان همکارۍ وستايلې او په افغانستان کې ددغه نړيوال  سازمان دپروګرامونو دعملي کولو لپاره يې دبهرنيو چارو وزارت له خوا دهر راز همکارۍ ژمنه وکړه .
وروسته  انتونيو ګوتيريس وويل  سره له دې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت  له سياسي امنيتي او اقتصادي  ستونزو سره  لاس او ګريوان  دى خو دافغان مهاجرينو دراستنولو او  ځاى پرځاى کولو په باب دافغانستان دنوي دولت څرګند  او جدي تصميم اوسياست دقدر  وړ دي او دغو اقداماتو نړيوالې موسسې او ادارې په دې هيله منې  کړي دي چې دنړيوالې ټولنې ، دافغانستان دګاونديو هيوادونو په تيره بيا دپاکستان او ايران او دعربي هيوادونو او داروپا  داتحاديې په همکارۍ په ګډه دافغان مهاجرينو او راستنيدونکو شخړې ته دحل معقوله لاره پيداکړي .
دغه راز دواړو لورو په بهر کې  دميشتو افغان مهاجرينواو دکورنيو اوبهرنيو بې ځايه شويو کسانو په تيره بيا دپکتيا ، پکتيکا اودکونړ په ولايتونو کې دبې ځايه شويو مهاجرينو دستونزو په باب خبرې وکړې .
دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دسازمان عالي کميشنر په داوطلبانه ډول هيواد ته دافغان مهاجرينو دراستنولو په باب ددغه سازمان دپروګرامونو ، له اړوندو وزارتونوسره دګډ کار دراستنو شويو مهاجرينو دميشت کولو، دګټورو پروګرامونو دجوړولو او تطبيق ، ښوونې او روزنې ، روغتيا او دهيواد په لرې پرتو سيمو ، ولايتونو او ولسواليو کې دکار دزمينې دبرابرولو په باب خبرې وکړې .
دکتنې په پاى کې انتونيو ګوتيريس  وويل دکډوالو په چارو کې دملګروملتو دسازمان عالي کميشينرى  دپخوا په شان له نړيوالواصولو او قوانينو سره سم دمهاجرت دنړيوال سازمان ، نورو نړيوالو موسسو، دپاکستان او ايران په هيوادونوکې دمسوولو ادارو او دنورو هيوادونو سره په نږدې همکارۍ اوهمغږۍ  چې افغانان پکې  استوګنه لري ژمن ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته