سیاست

جمهوررئیس غني: د افغانستان ملي یووالی په انډوليز پرمختګ پورې اړه لري

کابل باختر دثور  دولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د والیانو او انکشافي او زېربنایي سکتورد وزیرانوپه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه په پیل کې د تخار والي عبدالحق شفق او د پنجشېر والي کمال الدین نظامي د والیانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد د ولایتونو د کلي وضعیت واضح تحلیل یې وړاندې کړ.
دوی دغه راز د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، له ولایتونوسره د پروژو په برنامه رېزۍ کې د همغږۍ د نشتوالي، استخدام، په استخدامونو کې د سیاسي لاس وهنې د مخنیوي، پر وخت د معاشاتو د ورکړې، د ودانیو کیفیت ته د پاملرنې، د روغتیایي مرکزونو د کمبود، پر وارداتي درملو د څارنې د نشتوالي، په روغتیایي مرکزونو کې د لازمو وسایلو د نشتوالي، د عوایدو دراټولولو د ستونزې، د ماسټرپلانونو تطبیق ته د پاملرنې،  د دولتي املاکو د غصب د مخنیوي او نورو برخو کې خپل نظریات او وړاندیزونه له جمهوررئیس او انکشافي او زېربنایي سکتور وزیرانو سره شریک کړل.
وروسته د پوهنې وزارت سرپرست مېرویس بلخي، د لوړو زړه کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري، د عامې روغتیا وزارت معین ډاکټر فدامحمد پیکان، د حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب، د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رئیسې ندیمې سحر، د کلیودبيا جوړولواوپراختا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني، د ترانسپورټ وزیر یما یاري، د انرژۍ او اوبو وزارت معین انجینر خان محمدتکل، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معینې خاطرې سادات د برنامو او د هغو په تطبیق کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې له والیانوسره دې ګډې او اختصاصي غونډې جوړې شي، ترڅو ستونزې وارزول شي او د والیانو په مشوره ورته مناسبې حل لارې ولټول شي.
ورپسې جمهوررئیس غني د والیانو د منسجمو نظریاتو او تحلیل څخه د مننې ترڅنګ له والیانو سره د غونډو پر دوام ټینګار وکړ. هغه وویل د ولایتونو د وضعیت واضح او کلي تصویر دې ترلاسه شي چې د هغه په رڼا کې د ولایتونو لومړیتوبونه مشخص او د هغه مطابق انکشافي برنامې پلانګذاري او تطبیق شي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، له ولایتونو سره د وزارتونو او مرکزي ادارو د اړیکو ډول اساسي ستونزه ده او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې چې مرکز او سیمه ییزې ادارې په معلوماتي خلا کې واقع شي.
هغه زیاته کړه، د وزارتونو او سیمه ییزو ادارو د اړیکو په ډول کې بدلون مهمه اړتیا ده او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه په دې اړه لایحه ترتیب او کابینې ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ادارو د رول او صلاحیتونو پر زیاتولو ټینګار وکړ او وې ویل، د مرکز او ولایتونو په اداري تشکیلاتو کې ستونزې موجودې دي او باید د سیمه ییزو ادارو څارنیز رول او بودجوي صلاحیتونه روښانه شي. هغه زیاته کړه، تشکیلات بيا غور او اساسي بدلونونو ته اړتیا لري او له والیانو او وزیرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې طرحې ورسره شریکې کړي.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز وویل، په ټولو وزارتونو او ولایتونو کې پټ استخدام موجود دی چې د تشکیلاتو د پړسوب او د خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت د راټیټولو لامل ګرځیدلی دی. جمهوررئیس زیاته کړه، د پټو استخدامونو فرهنګ باید پای ومومي او ټولې تبدیلۍ او استخدامونه دې د اصولو او قواعدو پر بنسټ وشي.
جمهوررئیس غني د سیمه ییزو ادارو د مامورینو د معاشاتو د ورکړې ستونزې ته په اشارې مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې پر وخت دې د معاشاتو د ورکړې اساسي طرحه جوړه او د معاشاتو د مرکزي ورکړې سیستم پر جوړولو دې کار وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د انکشافي برنامه رېزۍ د ستونزې لامل له والیانو سره د وزارتونو نه مشوره وبلله او وې ویل، په انکشافي برنامه رېزۍ کې باید کافي مشورې وشي او دا ډول برنامه رېزي بدلون ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، د افغانستان ملي یووالي په انډوليز انکشاف پورې اړه لري.
جمهوررئیس غني د پروژو او خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره د والیانو ټول نظریات او وړاندیزونه اغيزمن وبلل او ټینګار یې وکړ چې د والیانو او وزیرانو ترمنځ دې دغه دوه اړخیزې خبرې دوام ومومي، ترڅو د سیمه ییزو لومړیتوبونو پر بنسټ خدمتونه وړاندې شي.# پاى-  فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته