ټولنه

په قندهار کې ۵۰۰ تنو ته د غالۍ اوبدلو د حرفوي زده کړو زمینه برابرېږي

قندهار باختر د وږی د میاشتې ۲۸ مه
د کلیوالي صنعت د پراختيا پروګرام مسوولين وايي چې په قندهار ولايت کې به د غالی اوبدلو په برخه کې پنځه سوه تنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
په قندهار کې د کليوالي پروژو مسوول محمد اقبال باختر اژانس ته وویل چې د کليوالي صنعت د پراختيا پروګرام په پام کې لري چې په دغه ولایت کې پنځه سوه تنو ته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
هغه وویل چې د دغې درې کلنې پروژې موخه د غالۍ اوبدلو د صنعت ژوندي کول دي.
اقبال زیاته کړه چې دغو ۵۰۰  تنو ته به د غالۍ اوبدلو ټول اړین توکي د دغه پروګرام له خوا ورکول کېږي او اوبدل شوې غالۍ به هم د اوبدونکو خپل ملکيت ګرځي.
د ده په خبره چي د غاليو لپاره بازارموندنه هم د همدې پروژې يوه برخه ده او که ونه پلورل شي، نو د پروژې مسوولين اړ دي چې دغه غالۍ له يدغو کسانو وپلوري.
په ورته وخت کې د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب د پروژې په پلي کېدو خوښي وښوده  او زياته یې کړه چې په قندهار کې دغه پروژه هغه مهال بريالۍ کېدای شي چې خلکو ته مياشتنی امتياز ورکړ شي او مسلکي استادان ورته په دندو وګومارل شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته