سیاست

د کابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د لړم د مياشتې١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اجنډا مطابق د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودجې طرحه چې د روان لمریز کال د لړم د میاشتې د ۱۱ نېټې د کابینې غونډې د پرېکړې په اساس له دولتي ادارو سره د همغږۍ په تړاو د بودجې کمېټې له لوري ارزول شوې وه، غونډې ته وړاندې کړه.
هغه څرګنده کړه، د کابینې د هدایت مطابق په زېربنايي، طبیعي سرچینو، پوهنې، ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او اقتصاد سکتورورنو، احتیاطي کوډونو او د بودجې په انکشافي برخه کې (۱۶۱,۸۹۰) ميلیون امریکايي ډالر زیات شوي چې دا زیاتوالی به په ملي بودجه کې کسر رامنځته کړي.
غونډې له هراړخیز بحث وروسته د ۱۳۹۷ کال ملي بودجه په لاندې ډول تائید کړه:
•د بودجې سقف: د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د بودجې مجموعي سقف (۳۵۷۶۹۱۴۹۲۷۹۰) درې سوه او اووه پنځوس میلیارده او شپږسوه او یونوي میلیونه او څلورسوه دوه نوي زره او اووه سوه نوي افغانۍ، له دې جملې (۲۶۷۰۷۶۹۳۲۲۲۰) دوه سوه اووه شپېته میلیارده او شپږاویا میلیونه او نهه سوه دوه دېرش زره او دوه سوه شل افغانۍ عادي بودجه او (۹۰۶۱۴۵۶۰۵۷۰) نوي میلیارده او شپږسوه څوارلس میلیونه او پنځه سوه شپېته زره او پنځه سوه اویا افغانۍ انکشافي بودجه چې له انکشافي سرجمع بودجې څخه (۳۵۶۵۳۲۰۸۵۶۴) پنځه دېرش میلیارده او شپږسوه او دری پنځوس میلیونه او دوه سوه اته زره او پنځه سوه څلورشپېته افغانۍ یې انکشافي اختیاري بودجه او (۵۴۹۶۱۳۵۲۰۰۶) څلورپنځوس میلیارده او نهه سوه یو شپېته میلیونه درې سوه دوه پنځوس زره او شپږ افغانۍ غیرانکشافي اختیاري بودجه، ده؛
د بودجې تمویل: د تمویلي بودجې مجموع  (۳۵۰۰۴۵۳۷۵۵۴۷) درې سوه پنځوس میلیارده او پنځه څلوېښت میلیونه او درې سوه پنځه اویا زره او پنځه سوه اووه څلوېښت افغانۍ چې له دې جملې څخه (۱۶۱۶۲۱۸۱۸۴۳۱) یوسلو یو شپېته میلیارده او شپږسوه یووېشت میلیونه او اته سوه اواتلس زره او څلورسوه یو دېرش افغانۍ د هېواد کورني عواید او (۱۸۸۴۲۳۵۵۷۱۱۶) یوسلو اته اتیا میلیارده او څلورسوه دروېشت میلیونه پنځه سوه اووه پنځوس زره او یو سلو شپاړس افغانۍ د بهرنیو منابعو څخه دي.
کابینې د مالیې وزارت موظف کړ چې د ۱۳۹۷ کال ملي بودجه دې د قانوني مراحلو د طی کولو لپاره په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لارې ملي شورا ته وړاندې کړي، دغه راز دې د هغو ادارو د تشویق لپاره چې زیات عواید یې راټول کړي او یا هم د عادي بودجې په مصرف کې سپما کوي، تشویقي مالي میکانیزم دې طرحه او تطبیق کړي.#
پاى_ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته