کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د پوهنې وزير د پوهنې د حالت د څيړنې په موخه د جوزجان ولايت ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د ولايتي شورا د شکايتونو له اوريدو او څيړنې وروسته د جوزجان ولايت په پوهنه کې د فساد د شتون په باب ددغه ولايت د ولايتي شورا د شکايتونو له اوريدو او څيړنې وروسته د دغه ولايت د درزآب ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالغني او د دغه ولايت د پوهنې رياست مالي آمر عبدالمجيد د اداري فساد او بډې اخيستنې په دليل له دندوڅخه يې ګوښه کړاى شول.
د جوزجان د پوهنې دغو دوو تنو کارکوونکو د ښوونکو له مياشتني معاش څخه پنځه سوه افغانۍ اخيستلې او ويل يې چې راټولې شوې پيسې داعش ته ورکوي.
0 1 دقیقه لوستل