امنیت

په غور کې چاودنې نهه پولیسان شهیدان کړل

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
نهه پولیسان تېره شپه په غور کې د طالبانو په موټربم چاودنه کې شهیدان شول.
د غور والي عبدالظاهر فیض زاده باختر آژانس ته وویل چې د تېرې شپې په نیمايي کې وسله والو طالبانو د غور په شهرک ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر پر یوې امنیتي پوستې وچاوه او وروسته دزې وکړې چې په پایله کې ۹ پولیسان شهیدان شول او ۶ نور یې لادرکه دي.
فیض زاده زیاته کړه چې په دغه برید کې ۱۳ طالبان هم د پوځيانو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
د غور د والي د څرګندونو له مخې؛ له تېرې شپې راپدېخوا په فېروزکوه ښار کې له سلام مخابراتي شبکې پرته د نورو مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته