کابل / دغويي ٢٤مه / باختر:
د پروان په سيدخيلو ولسوالۍ کې ناپيژاندو کسانو يو سړى او د هغه ميرمن تيره شپه وژلي دي.
د پروان د سيدخيلو ولسوال لمرعثمانيار رسنيو ته وويل دغه پېښه تيره شپه ١٠ بجې ا و٣٠ دقيقې رامنځته شوې ده.
هغه ددې پېښې علت کورنى تاوتريخوالي وباله او ويې ويل تراوسه پورې قاتلان نه دي پيژندل شوي او پوليس ددې پېښې دڅيړنې او دقاتلانو د نيولو لپاره هلې ځلې کوي.
پاى \ ذ