کابل/ باختر/ د غبرګولي ۲۸ مه
د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د دغې ادارې ځانګړو ځواکونو د وسله والو ډار اچوونکو اته کسيزه شبکه د تخار په مربوطاتوکې نيولې ده.
دغه اته کسيزه تروريستي ډله، د تخار لپاره د طالبانو د نومول شوي والي مولوي محسن په لارښوونې د دغه ولايت په مربوطاتو کې په ورانکارو تروريستي فعاليتونو بوخته وه چې د ملي امنيت د لوى رياست ځواکونو ونیوله.
پاى ج ذ