سیاست

جمهور رئيس کرزي د آیساف ځواکونو له نوي عمومي قومندان سره د پيژندګلوي کتنه وکړه

کابل_باختر د وږي د مياشتې٥مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې وروسته د امریکا او آیساف ځواکونو له نوي عمومي قومندان جنرال جان کمپبل سره په ارګ کې د پيژندګلوي کتنه وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
جمهور رئيس کرزي، ښاغلي کمپبل ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې نوموړي ته په خپل ماموریت کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او سمبالولو په بهيرکې د کامیابۍ هيله وکړه.
جنرال کمپبل په مقابل کې له جمهور رئيس کرزي څخه مننه وکړه چې نوموړی يې په خپل حضورکې ومانه او ډاډ يې څرګند کړچې له افغان امنیتي ځواکونو اوحکومت سره به ښې کاري اړيکې ولري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته