کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دلارښوونې له مخې دسرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ دشهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : داجراييه رياست هيئت دغه ولايت ته له سفر او دپيښې دسيمې له کتنې وروسته دشهيدانو له کورنيو سره وکتل او د هر شهيد کورنۍ ته يې سل زره افغانۍ او هر ټپي ته يې پنځوس زره افغانۍ ورکړې.
دوسله والو طالبآنو ډلې د زمرى دمياشتې په يو ديرشمه نيټه د سرپل ولايت دسانچارک ولسوالۍ دمسجد سبز په سيمې دوحشيانه بريد له امله زموږ لس تنه هيواد وال شهيدان اولس تنه نوريې ټپيان کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ