ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
دکابل_ جبل السراج په لويه لاره کې د يوې ترافيکې پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دجبل السراج ولسوال سمندر سکندري باخترآژانس ته وويل: تېره شپه د اتو بجوپه شاو خوا کې يو کرولا موټر چې دشمال له لورې څخه دکابل په لور روان و؛ دجبل السراج ولسوالۍ د پل مټک په ساحه کې له سړک څخه ووت او په کانال کې وغورځيد.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: په دې پيښه کې ددغه موټر دوه تنه سپرلۍ ووژل شوې او دوه تنه  نور يې ټپيانې شوې.
خبرځاى زياته کړه: دپيښې علت د موټر چلوونکى ګړنديتوب او بې احتياطى بلل شوې ده.
د کا بل _ شمال لويه لاره له اندازې څخه زيات د وسايطو د ګڼه ګوڼې له امله د ترافيکي پيښو ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته