کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
اته تنه وسله وال طالبان نن په ننګرهار ولايت کې دملي اردو دکوماندو ځواکونو
له خوا ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو دکوماندو ځواکونو ددغه ولايت دلعل پورې ولسوالۍ په بيدار کلي
کې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه يې ونيول شول او يوه اندازه وسلې اومهمات هم ترلاسه شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ