کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
د هېواد په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې دشموليت په مقصد د هلمند ولايت د ليسو د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه نن د کانکور آزموينه واخيستل شوه.
په دې آزموينه کې د هلمند ولايت د مرکز او اړوندو ولسواليو د ليسو د دولسمو ټولګيو ١٠٦٢ تنو فارغانو ګډون کړى دى چې ٨٦ تنه يې نجونې دي.
د هلمند پوهنتون رئيس عبدالرحمن سورګل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه آزموينه نن د هلمند د والي مرزاخان رحيمي له خوا د آزموينې د پوښتنو په پرانستلو سره پيل شوه او په بشپړه توګه په شفاف ډول او له هر راز فساد څخه په خلاصه فضا کې واخيستل شوه.
د ده د څرګندونوله مخې: د آزموينې بهير د هغو ٣٥ تنو له خوا چې له مرکز څخه د هلمند ولايت ته تللي وو؛ څارل کيده .
د هلمند والي مرزاخان رحيمي د آزموينې برخه والو ته د برياليتوب هيله وکړه او ويې ويل چې په دقيق انتخاب سره خپلې ټولنې ته لازيات خدمت جوګه شي .
د يادونې وړ ده چې دهلمند پوهنتون په ١٣٨٤ کال کې په فعاليت پيل کړى دى او همدا اوس د نجونو او هلکانو په ګډون دکابل، بلخ، سمنګانو او د نورو ولايتونو محصلان د ښوونې او روزنې،کرنې، انجنيرۍ او د عربي ژبې او ادبياتو په څانګو کې دعلم او پوهې په زده کړې بوخت دي .
0 1 دقیقه لوستل