سیاست

د غوراوي کمېټې خپل کاري راپور جمهور ریېس ته وړاندې کړ

کابل باختر د مرغومې ٢٢ مه
د غوراوي کمېټې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کمبود غړي د پېژندګلوي په اړه خپل کاري راپور د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه، د غوراوي کمېټې ریېس قضاوتوال جاوید رشیدي په پيليزه وينا کې وويل چې دغې کمېټې د یوناما، رسنیو او د مدني ټولنو د استازو په حضورکې خپل کار په شفافیت او استقلالیت ترسره کړ او له حکومت څخه مننه کوي چې د یادې کمېټې په کاري چارو کې له لاسوهنې پرته دغه ملي بهیر د هېواد د نافذه قوانینو او موجوده طرزالعملونو مطابق ترسره شو.
هغه زیاته کړه چې، د غوراوي کمېټه د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۷ نېټه د خپل کار له رسمي پیل او د اطلاعیې له صادرولو وروسته ۸۸ د غوښتنلیکونو فورمې واخیستې چې په پایله کې۵۷ نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره خپل اسناد دارالانشا ته وسپارل.
رشیدي وویل: د ټاکنو قانون د ۱۲ او ۱۶ مادې د حکم پر اساس په پیل کې ۲۷ نوماندان د داوطلبو له نوملړ څخه لرې شول او د ۳۰ نورو نوماندانو اسناد بیا وارزول شول چې، له هغو څخه هم ۱۳ نوماندان لرې شول او ۱۷ نوماندان د ارزونې او نمرو ورکولو لپاره شامل شول چې، په هغو کې ۹ تنه په شرایطو برابروګڼل شول.
ده جمهور رېيس ته په خطاب کې وويل چې د لیکنې د ازموینې له اخیستلو او شفاهي مرکې وروسته له ۹ نوماندانو څخه درې تنه په شرایطو برابر سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځی وطندوست چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره یې تر ټولو وړ او لوړ معیارونه پوره کړي وو،تاسو ته دروپيژندل شول.  
جمهورریېس محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې د راپور له اورېدو وروسته په دې ملي پروسه کې د هغوی له زحمتونو څخه د مننې ترڅنګ چې دنده یې په پوره صداقت او د هېواد د نافذه قوانینو مطابق ترسره کړې وویل: د ملي یووالي حکومت رهبري به د افغانستان ملت ته د خپلې ژمنې سره مطابق ډېر ژر د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شویو درې واړو نوماندانو سره مصاحبه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کمبود غړي د پېژندګلوۍ په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
په دې کتنه کې د جمهور ریېس دویم مرستیال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او په دې ارزښتناکه او ملي پروسه کې یې د غوراوي کمېټې د غړو د زحمتونو مننه وکړه.پاى  – ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته