سیاست

دفوايد عامې وزارت نوماند: افغانستان سلو زروکيلومترو نورو سړکونو ته اړتيا لري

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
د فوايد عامې وزارت نوماند وايي: افغانستان د خپل اقتصاد د ودې لپاره سلو زرو کيلومترو سړک او د اوسپنې پنځه زره کيلومتره پټلي ته اړتيا لري چې لګښت يې ديرش مليارده ډالره کيږي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د فوايدعامې وزارت نوماند ډاکتر عباس بصير په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته د خپلو هدفونو او کاري پروګرامونو د بيانولو په وخت کې ژمنه وکړه چې د کار قواوې به پياوړې کړم، ځکه د کار د قواوو په پياوړتيا سره به ٥٠٠ تنو کارګرانو ته د کار زمينه برابره شي.
دغه راز د فوايد عامې وزارت نوماند وويل: له فساد سره مبارزه به په دغه وزارت کې زما له اساسي او بڼسټيزو دندو څخه وي.
د فوايد عامې وزارت نوماند دغه وزارت ته د ماسټر پلان په جوړولو او برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل: د دغه ماسټر پلان برابرول او عملي کول د مرستندويو هيوادونو او د نړيوالو د مالي مرکزونو مرستې ته اړتيا لري.
ده وويل: افغانستان د خپل اقتصادي ودې لپاره د اوسنيو واټونو ترڅنګ سلو زرو کيلومترو نورو سړکونو او د اوسپنې پنځه زره کيلومتره پټلي ته اړتيا لري چې لګښت يې ديرشو ملياردو ډالرو ته رسيږي.
ده دسالنګ دلويې لارې بيارغاونه او د هيواد دحلقوي سړک جوړول چې ډيره حياتي پروژه ده؛ د خپلوکارونوله لومړيتوبونوڅخه وبلل او د هرات، آقينه، اندخوى ، شبرغان ، کندز او د شيرخان بندر د اوسپنې د پټلى د پراختيا په مقصد به پروګرام جوړکړي او ټينګار يې وکړ چې د مرکزي سيمو جغرافيايي جيل به مات کړم.
د چارو د کارپوهانو په باور: د بصير عباس ددغو څرګندونو هدف د (ګرديوال) د لويې لارې د پروګرام تحقق دى چې له کابل څخه د هرات په لور او د پروان، باميانو غور او د دايکنډي له مرکزي سيمو څخه تيريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته