قاهر وي او اې باختر دمرغومې دمياشتې ٥ :
دانصار بيت المقدس په نامه ډلې دمصر په منصوره ښارکې دسه شنبې دورځې دچاودنې مسووليت په غاړه واخيست.
دغې ډلې په يوي وينا کې دمصر دولت کافر وباله او ويلي يې دي چې دمسلمانانو دوينې دتوئيولو په غبرګون کې دمنصوره ښار دپوليسو په مرکز بريد کړى دى.
دالمنصورې ښار دسه شنبې په سهار چاودنه کې دپوليسو څه ناڅه ١٤ تنه منسوبين ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شوي دي.
دمصر دولت په ا خوان المسلمين باندې ددغه بريدتورلګوي. خو اخوان المسملين دسه شنبې دورځې چاودنه غندلې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ