ورزش

دافغانستان او ايرلنډ ترمنځ دکرکټ دلوبې دوام .

کابل باختر  دوري نهمه :
دهېواد دکرکټ ملي ټيم دايرلنډ ټيم په وړاندې ٥٣٨ منډې ترسره کړي .
دباختراژانس دخبرله مخې :دهېواد آبي پوشانو دانترکانتي ننتال  دجام په سياليو کې نن توپ وهنې پيل کړې او دټولو ويکټونو په له لاسه ورکولو سره ٥٣٨ منډې ترسره کړي او دايرلنډ  ټيم توپ وهنې پيل کړې دي .
دټيم کپيتان اصغر  ستانکزي  ١٤٥ ، افسر ځاځي ١٠٣   ، محمد شهزاد ٨٥ ، راحت شاه ٤٦، دولت ځدران ٣٢ ، صابر نوري ١٥ ، ناصرجمال ٧٣ و راشد خان او حشمت الله شاهدي دوه منډې ترسره کړي
ايرلنډ  په تيرو کلونوکې ددغه جام په لومړي مقام او افغانستان په دويم مقام کې و دهېواددکرکټ ټيم به څو نورې لوبې دميلادي کال په بهير کې ددغه جام  دترلاسه کولو لپاره ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته