ټولنه

چارواکي: کډوالو او بې ځايه شو ته منظمې مرستې ورکول کېږي

ګردیز/دلړم۱۱مه/باختر
د پکتیا د کډوالو چارو ادارې مسوولین وايي چې دغه ولایت ته په سلګونو کډوال له نورو هېوادونو راستانه شوي دي،خو کوم ارقام،چې تر دې دمه  له دوی سره ثبت شوي دي، د دغو کډوالو شمېر تر يوسلو پنځوس کورنيو پورې رسېږي.
د دغه ولایت دکډوالو چارو رييس انجنير عبیدالله مرهوني له باختر خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې د کډوالو شمېر ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې دی، خو زموږ هڅه دا ده چې پر وخت يې ثبت کړو څو له شته مرستو برخمن شي.
مرهوني زياته کړه: د تېر کال د ټولو راستانه شويو کډوالو ديارلس سلنه ډيټا په سنټر کې ثبت شوې ده، خو سږ کال یې هڅې پیل کړي چې هم د تېرو کلونو کډوال او هم نوي راستنېدونکي کډوال ثبت کړي، څو مرستې پرې ووېشي.
مرهونی وايي: هغه يوسلو شل کورنۍ یې هم ثبت کړې،چې له پاکستان هېواد څخه په زور راشړل شوې وې او مرسته هم ورسره شوې ده.
هغه زياته کړه: دغه راز (W,F,P) د درې سوه کډوالو له هرې کورنۍ سره اتلس زره افغانۍ مرسته کړې او ورسره د کډوالو وزارت هم له هرې بې ځايه شوې کورنۍ سره دولس زره فغانۍ مرسته کړې ده.
مرهونی زیاتوي چې په تېرو کلونو کې د کډوالو لپاره يو ښارګوټی جوړ شوی دی، چې په دغه ښار ګوټي کې له ۱۳۸۶ کال وړاندې کډوالو ته ځينې نمرې ووېشل شوې،خو له ۱۳۸۶ را په دې خوا يوه نمره هم نه ده ويشل شوې،ځکه په دغه ښارګوټي کې دوه زره جريبه ځمکه ده، چې درې زرو کورنيو لپاره پکې نمرې په نظر کې نېول شوې وې.
د کډوالو چارو رییس زیاتوي چې په یاد ښار ګوټي کې يوولس سوه پنځه اويا کورنيو ته نمرې وېشل شوې دي او د نورو نمرو وېشل لا هم پاتې دي.
مرهونی وايي: د ځمکو د وېش په اړه د جمهوررييس د فرمان نه نهايي کېدل او په یاد ښار ګوټي کې په غیر معیاري ډول د نمرو جوړېدل هغه څه دي چې د نمرو وېش یې ځنډولی دی.
هغه زیاتوي چې دغه ښارګوټی د کډوالو لپاره بسنه نه کوي، ځکه چې پر پنځه ويشت زره کډوالو د سرپنا لپاره فورمې وېشل شوې دي، نو لازمه ده ،چې څو نور ښارګوټي هم د کډوالو لپاره ځانګړي شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته