انقره – نيوزنو – باختر د تلې دمياشتې ٦
د (ترکيې د استانبول کتاب) د نړيوال نندارتون دوه ديرشمه دوره به د تلې د مياشتې له ١٥مې نيټې څخه تر ٢٤ مې نيټې پورې د دغه هيواد په پايتخت کې پرانستل شي او دغه هيواد به د کتاب دوستانو کوربه وي .
د ترکيې د حريت ډيلي نيوز د خبرله مخې: د استانبول دکتاب نندارتون په ٢٠١٤ م کال کې سينمايي فضا لري او د نندارتون په فضاکې د ترکيې د مطرحو فلمونو د متن موسيقي خپريږي.
دغه نندارتون سږ کال د ترکيې د سينما د سل کلنى په مناسبت جوړيږي او په همدې سبب سينمايي انتقاد کوونکي او فلم ليکوونکي هم په دې فرهنګي هنري پيښه کې ګډون کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ