کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٥ :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون د افغانستان د امريکايي پوهنتون د محصلانو د فراغت په اوومه دوره کې ګډون وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، ويناولو د محصلانو د فراغت له امله مبارکي وويله او هغوى ته يې د برياليتوب هيله وکړه.
په دې دوره کې يو اتيا تنه محصلان د حقوقو او سياسي علومو، ادارې او تجارت او د معلوماتي تکنالوجۍ په څانګوکې دليسانس اوماسترۍ سندونه ترلاسه کړل.
امريکايي پوهنتون، په ٢٠٠٦ م کال کې جوړ شو او تر اوسه پورې له زروڅخه زيات محصلان په بېلابېلو څانګوکې له دغه پوهنتون څخه فارغ شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل