امنیت

د هېواد په جنوب کې د یوه امریکايي سرتېري وژل کېدل

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
یو امریکايي سرتیری چې هویت يې نه دی معلوم، پرون نا وخته په هلمند کې ووژل شو.
ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په جنوب کې د دغه سرتېري وژل کېدل تايید کړي، خو د پېښې د دقیق ځای او څرنګوالي په باب یې څه نه دي ویلي.
په روان کال کې دا اووم امریکايي سرتېری دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.
د امریکا د دفاع وزارت د وړاندې شويو شمېرنو له مخې، له ۲۰۰۱ کال (په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي شتون) له پیل څخه تر اوسه پورې په هېواد کې ۲ زره ۲۱۷ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته