سیاست

د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان افغان پيلوټه شایسته واعظ وستایله

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٠ مه
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان د هغې افغان پيلوټې هڅې وستايلې چې په یوازې ځان يې د نړۍ په فضا د الوتنې ریکاډ جوړ کړ او  خپل پلرني ټاټوبي کابل ته را رسیدلې ده.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ستاینغونډه کې د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجینیر محمد خان سربېره د حزب اسلامي افغانستان رئيس عبدالهادي ارغندیوال،د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش، د ښځو چارو وزیره دلبر نظري د نیشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي، د پوهنې وزارت تدریسي مرستيال محمد ابراهیم شینواری، د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې لوی رئیس محمود شاه حبیبي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارومعين ډاکټر کمال سادت، د اطلاعاو او فرهنګ وزارت معينې پوهنيارې سعيدې مژګان مصطفوی، د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړو، د ښځو د حقوقو فعالینو او د دولتی او غیر دولتي ادارو چارواکو ګډون کړی و.
د ښایستې واعظ الوتنه دوه میاشتې وړاندې له امریکا متحده ایالاتو پیل او لا هم دوام لري چې د خپل سفر پر مهال به د نړۍ پنځو لویو وچو او ۱۸ ( اتلس) هېوادونو ته سفر وکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د اغلې ښایستې واعظ د ستاين په غونډه کې د نوموړې دا سفر خورا پېچلی او سخت وباله او زیاته يې کړه چې د یوې ځوانۍ نجلۍ له خوا په یوازې سر د نړۍ پنځو وچو او ۱۸ ( اتلس) هېوادونو ته سفر لوړ عزم او ټینګې ارادې ته اړتیا لري او اغلې واعظ يې یو له هغو مېرمنو وبلله چې په ټینګ عزم او لوړې ارادې سره یې دغه سخت سفر ته ملا تړلې ده.
لومړي مرستيال د افغان پیلوټې دا لوی سفر د افغان ولس لپاره یو هیله بښونکې هڅه وبلله او ویې ویل چې د چاودنو او بمونو په هغه هېواد کې چې کابو هره ورځ يې ځوانان په بېلابېلو نومونو قرباني ورکوي دا ډول هیله بښونکي کارونه د مننې او ستاینې وړ دي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان د افغان پېلوټې شایسته واعظ شهامت او مېړانه وستایله  او د هغې له کورنۍ او دوستانو يې مننه  وکړه چې له نوموړې څخه يې په دغه سخت او خورا پیچلي سفر کې ملاتړ کړی .
د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري شایسته یوه غیرتي افغانه وبلله او ويې ویل چې هېواد به له جګړو دا ډول ځوانان ژغوري، دلبر نظري شایسته نړۍ ته د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو یو روښانه تصویر وباله او زیاته يې کړه چې ځوانانو باید د ښایستې هڅې د ځان لپاره مثال وګرځوي او د خپلو اهدافو او د هېواد د ابادۍ لپاره ټینګ عزم او اراده په ځان کې وروزي.
د ملکي او هوايي چلن د خپلواکې ادارې رئيس محمود شا حبیبي د افغان پیلوټې دا اقدام وستایه او د شا یستې واعظ ریکارډ يې د ملکي هوايي چلن یو تلپاتې هڅه وبلله، ښاغلی حبیبي و ویل چې د ملي یووالی حکومت به په ملکي برخه کې لومړنی لېسنس همدغه افغانې پېغلې ته ورکړي.
د پوهنې وزارت تدریسي مرستیال محمد ابراهیم شینواري د ښایستې سفر یو مهم سفر وباله او ويې ویل چې دا ډول سفرونه د ملتونو د فرهنګ او بشري ارزښتونو د شریکیدو سبب ګرځي، نوموړي همدارنګه شایسته د ټولنې د سمون لپاره یو ښه مثال وبلله او زیاته يې کړه چې د دغې افغان پیلوټې هڅې په د هېواد به تعلیمي نصاب کې د ځوانانو د تشویق او ترغیب لپاره اضافه کړى شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارومعين ډاکټر کمال سادات د افغان پیلوټې ریکارډ د افغانانو لپاره یو سر لوړی وباله او له شایستې واعظ يې غوښتنه وکړه چې د جګړه ځپلي افغانستان د سولې ورورولۍ پېغام د تر نړۍ ورسوي او له افغان میرمنو يې وغوښتل چې د پولیسو او ملي اوردو لیکو ته جذب شي او د ښایستې واعظ په څېر هېواد ته خوښۍ او ویاړونه وبښي.
افغان پیلوټې ښایستې واعظ خپل سفر د ځان، هېواد او هېوادوالو لپاره یو وياړ وباله او د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه دجمهوررييس محمد اشرف غني، د اجرائیه رئیس ډاکتر عبد الله عبدالله، د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجینیر محمد خان او لومړۍ مېرمنې رولا غني له تاوده هرکلي مننه وکړه او زیاته يې کړه چې د افغانستان د خلکو ګرم ښه راغلاست د قدر او ستاینې وړ دی.
ښایستې واعظ د خپل سفر موخه د ځوانانو هڅول وبلل او زیاته يې کړه چې د هېواد ځوانان په ځانګړې توګه ښځې د لوړو استعدادونو څښتنې دی او په ټینګ عزم او ارادې سره کولای شي چې د نړۍ د ځوانانو په څېر د هېواد په ابادۍ او سمسورتيا کې برخه واخلي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال شایسته واعظ ته د ستاینې ایوارډ ورکړ او نوموړې ته يې د لا بریالیتوبونو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته